د نیمروز ښوونیز مرکز کې د وړیا زده کړو نوې دوره پیل شوه

tawana_admin
Sat, Jan 18 2025 10:57 AM
ظطزبرلا

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند  ښوونیز مرکز کې د دولسم پړاو ژمنیو وړیا زده کړو دوره پیل شوه. 
د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مفتي حبیب‌الله الهام دیادې دورې د پيل پر مهال وویل: تعلیم د ژوند له اړینو اړتیاوو څخه دی او هغه کسان چې پوهه لري، د هغو کسانو سره برابر نه دي، چې پوهه نه لري، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه بشپړه ګټه پورته کړي او د عصري علومو ترڅنګ اسلامي تاریخ مطالعه کړي. 
د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت‌الله محمدي وویل: د ښوونيزې دورې په دولسم پړاو کې ۲۲۵ تنه زده‌ کوونکي ګډون لري، چې له دې ښوونيزې دورې يې موخه د ځوانانو د ظرفیت لوړول او د فکري پوهې زیاتول دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې دوره کې د عربي ژبې، کمپیوټر او انګلیسي ژبې زده کړې شاملې دي.

۱۴۴۶/۷/۱۷ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۹ ل