د امام صاحب ولسوالۍ له تاریخي ځایونو او سیاحتي شرکتونو څارنه وشوه

panah_admin
Thu, Dec 05 2024 1:20 PM
..

د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یو ټاکل شوي پلاوي له لوري د امام صاحب ولسوالۍ د سیاحتي شرکتونو، تاریخي ځايونو او زیارتونو څارنه او ارزونه وشوه.
دغه پلاوي د سفر په ترڅ کې د یو شمېر سیاحتي شرکتونو له مسوولینو سره وکتل او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت له پالیسۍ سره سم خپل فعالیتونه تنظیم کړي.
له بلې خوا، یاد پلاوي د امام صاحب ولسوالۍ د زیارتونو او تاریخي غونډیو لکه د امام حسین (رض) روضې، د قطر بلاق ولي مزار، اوتګن غونډۍ، اوغان غونډۍ، برزنګي غونډۍ، قره غونډۍ، جن غونډۍ، زرګر غونډۍ، اجغن غونډۍ، قرغز غونډۍ، د آمو سیند څنګ کې د خاتون کلا، او د شفاء چینې څخه لیدنه وکړه.
پلاوي له سیمه ‌ییزو خلکو وغوښتل چې د دغو تاریخي او لرغونو آثارو د ساتنې او پالنې په برخه کې له دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

۱۴۴۶/۶/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱۵ هـ ل