نورستان کې غوره زده کړیالان وستايل شول 

tawana_admin
Sun, Oct 13 2024 9:40 AM
asad

د نورستان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ په فراغت غونډه کې غوره فارغ شوي زده کړيالان د ډاليو او ستاينليکونو په ورکولو سره وستايل شول.
د یادې غونډې پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان  فارغینو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او له دوی یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو وړتياوو په اساس د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
نوموړي  په زده کړو او نبوي اخلاقو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه؛ د سولې او امن فضا کې خپلو علمي هڅو ته دوام ورکړئ، ځکه اوس درته د هر ډول دیني او عصري زده کړو زمینه مساعده شوې ده.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي سميع الحق حق بیان له لوري غوره زده کړیالان په ډاليو او ستاینلیکونو وستايل شول.

۱۴۴۶/۴/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۲ هـ ل