د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یوناما دفتر د بشر حقونو د مرکزي زون له عمومي رئیس سره وکتل

tawana_admin
Tue, Sep 03 2024 4:35 PM
ا

نن سه شنبه ( ۳۰ د صفر المظفر ۱۴۴۶) د یونما دفتر د بشر حقونو د مرکزي زون عمومي رئیس ډاکټر نوویل ولارومن چې د  بشر حقونو ولایتي مسؤل روح الله سهاک هم ور سره و، لوګر ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس رفیع الله صمیم سره ولیدل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم په علمي، کلتوري، ښونیزو برنامو، فرهنګي میراثونو او نور برخو کې د یادې ادارې د ترسره شویو کړنو او لاس لاندې پروګرامونو په اړه ماعومات شريک کړل.
د بشر حقونو د مرکزي زون عمومي رئیس ډاکټر نوویل ولارومن په ټوله کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو هڅې او خدمتونه د ستایلو وړ وبلل او ترڅنګ يې ډاډ ورکړ، چې د دغه ادارې د ملاتړ برخه کې به له هیڅ ډول همکاریو ډډه ونه کړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له سیمه ئیز موزیم، عامه کتابتون، ګالري او ښوونیز مرکز څخه هم لیدنه وکړه.

۱۴۰۳/۶/۱۳ هـ ل
۲۰۲۴/۹/۳ میلادي