د اطلاعاتو او کلتور رئيس د رستم تخت ډبرينې سټوپې څخه ليدنه وکړه

panah_admin
Mon, Aug 26 2024 10:16 AM
..

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي فیروزالدين منیب د کلتوري میراثونو د ساتنې مدير محمد امین عزيزي او د لرغون پېژندنې مدير ذبیح الله سعيدي په ملتيا د رستم تخت ډبرينې سټوپې څخه ليدنه او څارنه ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي فیروزالدين منیب وويل: هيڅوک حق نلري، چې د رستم تخت ډبرينې سټوپې او نورو لرغونو ساحو کې کورونه او يا هم نورې ودانۍ جوړې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د رستم تخت څخه ليدنه له لرغونو ساحو څخه د اطلاعاتو او کلتور رياست د ښې ساتنې ښکارندوی دی.

۱۴۴۶/۲/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۴ هـ ل