کندهار کې د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

tawana_admin
Thu, Aug 22 2024 11:52 AM
..

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي انعام الله سمنګاني په مشرۍ د دغه ولايت د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د ناستې په ترڅ کې د امارتي وياندويانو له لوري له خبريالانو سره په لا ډيرې همغږۍ او يو شمير نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
ښاغلي سمنګاني وويل، چي خپرنيز مواد بايد پر وخت نشر شي او  ټول خبريالان بايد په خپلو راپورونو کې د افغانستان د اسلامي امارت پاليسي په پام کي ونيسي.
د امارتي ادارو وياندويانو هم خپل  نظرونه شريک کړل او ويې ويل، چي له خبريالانو سره پر وخت هغه اطلاعات او معلومات شریکوي، چې د اسلامي امارت د پاليسۍ سره سمون خوري او باید خپاره شي.

۱۴۴۶/۲/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱ هـ ل