د زرنج ښار د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره لیدنه وشوه

tawana_admin
Tue, Aug 06 2024 10:06 AM
hh

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس مفتي حبيب‌الله الهام د زرنج ښار د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره د یاد رياست د غونډو په تالار کې لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مفتي حبيب‌الله الهام د سياحتي شرکتونو مسؤلينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د غونډې د ترسره کولو څخه يې موخه په نيمروز ولایت کې  فعال سياحتي شرکتونه د اصولو په چوکاټ کې تر یوه چتر لاندې متحد کول دي.
 د زرنج ښار د سياحتي شرکتونو مسٶولينو د اطلاعاتو او کلتور له رياست سره د خپلو ستونزو او وړانديزونو د شریکولو تر څنک له یاد رياست سره د همکارۍ ژمنه وکړه او د ستونزو د حل غوښتونکي شول، چې د اطلاعاتو او کلتور د رئيس له لوري د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۲/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۱۶ هـ ل