د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس له جام منار څخه ليدنه وکړه

wares_admin
Sun, May 26 2024 3:46 PM
…

شنبه ( ۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم د يو شمېر نورو مسؤلينو ترڅنګ د شهرک ولسوالۍ له دوو کلیو (جام منار، بیدان )  څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په يادو دوو کلیو کې د سېلابونو له زیانمنو سره په لیدنه کې د خلکو د ژوند او د هغو سړکونو او منار جام وضعیت چې په وروستیو سېلابونو کې زیانمن شوي و، هم وڅارل.

ښاغلي زعيم د خپل سفر په ترڅ کې ۴۰ ډوله تاریخي اثار چې د سېلابونو له امله د منار جام د خلکو او امنیتي ځواکونو له خوا موندل شوي وو، د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست محلي موزیم ته وسپارل.

۲۰۲۴/۵/۲۵ ميلادي 
۱۴۰۳/۳/۵ ھ ش