په نيمروز کې د حضرت محمد ﷺ د اوصافو په مناسبت مشاعره ترسره شوه

wares_admin
Sat, Oct 14 2023 12:30 PM
Nimroz

د حضرت محمد ﷺ د اوصافو او منقبت په مناسبت د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ځانګړې مشاعره ترسره شوه، چې پرمهال یې د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مفتي حبيب‌الله الهام، د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي حبيب‌الله مظهري، د نیمروز د لوړو زدکړو موسسې رئیس مولوي محمد صدیق بني‌کمال، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ملا عبدالرحمن جمیل، د صنعت او تجارت رئیس ملا فاضل محمد فضلي، علماوو، شاعرانو، نعت او ترنم ویونکو، ځوانانو، د رسنيو مسؤلينو او د زرنج ښار ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
ياده مشاعره د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيب الله الهام خبرې وکړې او ویې ويل: شعر په اسلام کې ځانګړی ځای لري او د الله تعالی له هغو نعمتونو څخه ګڼل کېږي، چې یو شمېر مسلمانان ترې برخمن دي، شعر د اسلامي تاريخ په بېلابېلو دورو کې د اسلامي نظام په ټينګښت کې ډېر اغېزمن رول لري.
د ښاغلي الهام په خبره، په تېر شل کلن جهادي بهیر کې د ګرمو سنګرونو د مجاهدینو ترڅنګ شاعرانو، نعت ویونکو هم د مجاهدینو په هڅولو او د اشغالګرو په ماتولو کې مهم رول ولوباوه، چې د اشغالګرو د ماتې او په هېواد کې د اسلامي امارت د حاکمیت لامل وګرځېد.
ورپسې ګڼ شمېر شاعرانو، نعت او ترنم ویونکو د رسول الله ﷺ د اوصافو او کړو وړو په تړاو خپلې ویناوې د شعر په ژبه وړاندې کړې.

۱۴۴۴/۳/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۱ هـ ش