د افغانستان او ایران ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه ناسته وشوه

wasim_admin
Mon, Nov 16 2026 1:40 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو ریاست اړوند د ایران په مشهد ښار کې د فرهنګي مرکز مسئول مفتي عبدالمنان ثاقب د افغانستان او ایران ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو د پیاوړتیا او د افغان زده کړیالانو ستونزو د څیړلو په موخه د مشهد فردوسي نړیوال پوهنتون رئیس ډاکټر جعفري، د پوهنتون د علمي او نړیوالو همکاريو مدیر ډاکټر دانش نوري او د بهرنیو چارو وزارت استازي سره ولیدل.
په دغې ناستې کې د دواړو هېوادونو پر ګډو تاریخي او فرهنګي ارزښتونو او د علمي همکاريو پر پراختیا خبرې وشوې، چې په نږدې راتلونکي کې پر يوې ګډې فرهنګي غونډې جوړولو باندې هوکړه وشوه، چې په یاده غونډه کې به افغان فرهنګي شخصیتونه، لیکوالان او شاعران هم ګډون کوي، همدارنګه په ناسته کې د افغان زده کړیالانو د ستونزو په اړه هم خبرې وشوې او د یاد پوهنتون له لوري افغان زده کړیالانو ته د فیس په برخه کې ۵۰ سلنه تخفیف ومنل شو.
دغه راز په ناسته کې نورو افغان زده کړیالانو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې په اړه هم خبرې وشوې، دواړو لوریو د ګډو فرهنګي او علمي غونډو او فرهنګي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۶/۵ هـ ق