د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل

panah_admin
Thu, Jun 19 2025 10:58 AM
...

د کابل پوهنتون لرغون پېژندنې څانګې یو شمېر استادانو او محصلینو د پوهاند عصمت الله عثماني په مشري نورستان ولایت ته د علمي سفر په ترڅ کې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل.
پوهاند عصمت الله عثماني وویل، چې له دې علمي سفر څخه موخه د نورستان ولایت تاریخي او سیاحتي سیمو لیدنه او د یادو ځایونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول دي.
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان له کابل پوهنتون څخه راغلیو استادانو او محصلینو ته د ښه راغلاست وویلو ترڅنګ د علمي او فرهنګي بنسټونو ترمنځ همغږي مهمه یاده کړه.
ښاغلي حق بیان دوې ته د نورستان کلتوري، لرغونو او سیاحتي سیمو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل او ژمنه یې وکړه چې دغه راز علمي سفرونو لپاره به دوامداره هر اړخیزې همکارۍ کوي.
د ویلو وړ ده، چې د له کابل پوهنتون څخه راغلیو استادانو او محصلینو د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند نګارستان څخه هم لیدنه وکړه.
۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هـ ق