بادغیس ولایت کې د ناوړو دودونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

panah_admin
Thu, Jun 19 2025 10:45 AM
...

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امیرالمومنین حفظه الله د ۱۷ ګڼې فرمان چې د ناوړو دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د یو شمېر دیني عالمانو، فرهنګپالانو او د امارتي ادارو مسؤلینو په شتون کې د عامه پوهاوي پرګرام ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست او د اطلاعاتو امر د یاد فرمان اړوند هراړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې ناوړه فرهنګونه؛ په ودونو، مصیبتونو او د حج او عمرې څخه د راستنیدو پرمهال بي ځایه ډېر مصارف باید په ټولنه کې له منځه لاړ شي. 
همدارنګه د دغه ولایت د علماوو شورا او حج او اوقافو ریاست استازو د ناوړه دودونو په اړه د نبوي احادیثو په رڼا کې هر اړخیزه وینا وکړه او له دې دودونو څخه د خلاصون په اړتیا او اسلامي سنتو ته په بیا ځلې ګرځېدو یې ټینګار وکړ.
۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هـ ق