د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د اسلامي هنر، علمي څېړنو او کتابتونونو د پراختیا ژمنې وشوې

panah_admin
Wed, Jun 18 2025 8:32 PM
....

چهارشنبه ( ۲۱ د ذوالحجې ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق ‌الله عزیزي په عامه کتابتون کې د اندونیزیا اسلامي جمهوریت د سفارت له شارژدافیر ښاغلي نندا ایوالسټ سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په ترڅ کې دواړو لوریو فرهنګي او کلتوري همکاریو ته په وده ورکولو او پراختیا خبرې وکړې.

د هنر او فرهنګ معين ښاغلي عزیزي له اندونیزیا سره د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا هیله څرګنده کړه، او ویې ویل: د دواړو اسلامي هېوادونو ګډ فرهنګي ارزښتونه کولای شي، د تفاهم، همکارۍ او متقابل درناوي بنسټونه لا پیاوړي کړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کتابتونونو د تجهیز، د اسلامي هنر د ترویج او د اندونیزیايي علماوو او فقهاوو د آثارو د ژباړې، خپرولو او څېړنې په اړه بحث وکړ.

ښاغلي نندا ایوالسټ هم د اندونیزیا اسلامي جمهوریت له لوري د افغانستان د فرهنګي میراثونو، هنري فعالیتونو او کتابتونونو په وده کې د همکاریو ژمنتیا څرګنده کړه.

۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق