د شمالي ولایتونو یو شمېر ځوانانو سمنګان ولایت ته علمي سفر وکړ

panah_admin
Wed, Jun 18 2025 3:48 PM
...

د فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو یو شمېر ځوانانو د فکرونو د تبادلې، د ملي یووالي د پیاوړتیا، او د علمي او فرهنګي شخصیتونو سره د پیژندنې په موخه د سمنګان ولایت ته سفر وکړ او د ځوانانو د مهارتونو زده کړې او پراختیا ښوونیز مرکز څخه يې لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د جوزجان ولایت یو تن ځوان د دې سفر څخه موخه د ځوانانو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د نظرونو تبادله او خپلو منځو کې د تجربو شريکول یاد کړل.
د سمنګان ولایت د ځوانانو چارو آمر دا ډول علمي سفرونه ارزښتمن وبلل او زیاته یې کړه؛ چې دغه ډول پروګرامونه کولای شي، د هېواد د بېلابېلو سیمو د ځوانانو تر منځ د افکارو د تبادلې او د علمي او فرهنګي تجربو د شریکولو زمینه برابره کړي.
د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې مدیر راغلیو ځوانانو ته د دې ولایت اړوند د تاریخي آبدو او مقدسو ځایونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او تاکید يې وکړ، چې سمنګان ولایت د تاریخي آبدو او لرغونو ځایونو په درلودو سره د هېواد په کچه ځانګړی ځای لري، چې په ورځنۍ توګه له دې ارزښتمنو تاریخي میراثونو څخه لسګونه کورني او بهرني وګړي لیدنه کوي.

۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق