د لوګر رسنۍ د علم، تهذیب او اخلاقو په مرکزونو بدلې شوي دي

panah_admin
Wed, Jun 18 2025 10:01 AM
...

پورته څرګندونې د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د دولتي او خصوصي رسنیو او خبریالانو د همغږۍ میاشتنۍ ناسته کې وکړې.
ښاغلي صمیم وویل: د لوګر د رسنيو خپرونې د اسلامي شریعت، اصولو او د ټولنې د غوښتنې مطابق روانې دي، د دولتي او خصوصي رسنیو فعالیتونه او کارونه د ستاینې وړ دي، نوموړي د سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي پیاوړتیا او ملاتړ برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه. 
د مهال، اتحاد او مقدس راډیوګانو مسؤلینو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل په نوبت سره د رسنییزو فعالیتونو د لاښه والي برخه کې د هلو ځلو ډاډ ورکړ او هم یې د یو شمېر ادارو لخوا د اعلاناتو په برخه کې یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې شریکې او د اړوندو مسؤلینو د همکاریو غوښتنه وکړه.
دغه ډول د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ او امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست ویاندویانو هم د چارو د لا ښه والي او ملاتړ خبرې وکړې او د اطلاع رسونې او رسنیزو کړنو د لا پرمختګ په موخه يې د هر ډول همکاریو ژمنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په لوګر کې د درې دولتي رسنیو ترڅنګ ۶ خصوصي راډیوګانې په منظم ډول فعالیت کوي.

۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق