نیمروز کې د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره د همغږۍ ناسته وشوه

panah_admin
Tue, Jun 17 2025 12:41 PM
...

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
ښاغلي الهام دغې ناستې څخه موخه په دې ولایت کې د فعالو سياحتي شرکتونو د اصولو په چوکاټ کې تر یو چتر لاندې متحد کول یاد کړل.
نوموړي د سياحتي شرکتونو له مسؤولینو څخه وغوښتل، چې له قانون سره سم فعالیت تر سره او له غیر قانوني کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي او شرکتونه دې کوښښ وکړي، تر څو خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
د سياحتي شرکتونو مسٶولينو د خپلو ستونزو او وړانديزونو د شریکولو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور له رياست سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

۱۴۴۶/۱۲/۲۰ هـ ق