د کابل ژورنالېزم انسټيټيوټ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړو لړۍ پيل شوه

panah_admin
Sun, Jun 15 2025 11:25 AM
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې آمريت له لورې د کابل ژورنالېزم انستیتیوت ۳۷ تنو زده کړیالانو ته يوه مياشتنۍ ښوونيزه لړۍ پيل شوه، چې دوه ورځې به نظري او پاتې ورځې به د یاد وزارت په بېلابېلو شعبو کې عملي زده کړې ورکړل شي.
د کارکوونکو چارو رياست د معلوماتو له مخې یاد پرګرام کې به د کابل ژورنالېزم انسټېيټيوټ زده کړیالانو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخچې، لید لوري، ماموریت، ادارې، مدیریت، اداري مراسلاتو او یو شمېر نورو اړینو برخو کې نظري او عملې زده کړې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري زده کړیالانو ته ورته ښوونيز پروګرام جوړ شوی و.

۱۴۴۶/۱۲/۱۸ هـ ق