د اطلاعاتو او کلتور رئيس د موري خم زرګر لرغونو سيمو څخه ليدنه وکړه

tawana_admin
Mon, Apr 28 2025 12:07 AM
Hgf

د کاپيسا د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کريم الله وثيق د دې ولايت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ اړوند د موري خم زرګر سيمې له لرغونو سیمو څخه ليدنه وکړه او د تاريخي آثارو د ساتنې په اړه يې د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د فرمان په اړه د سيمې له اوسېدونکو سره خبرې وکړې.

د موري خم زرګر اوسېدونکو د اطلاعاتو او کلتور رئيس د راتګ او د اسلامي امارت له لوري د لرغونو سيمو او آثارو د ساتنې برخه کې يې له تر سره کړو هڅو مننه وکړه او له دې رياست سره يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې موري خم زرګر د کاپيسا يوه پراخه لرغونې سيمه ده، چې له دې ځايه د بېلابېلو تاريخي دورو آثار موندل شوي دي.

 

۱۴۴۶/۱۰/۲۹ ق