ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

tawana_admin
Mon, Apr 21 2025 9:09 AM
سیثقبفلغ

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او ځوانانو ته د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.
د سمینار وړاندې کوونکي دیني عالم مولوي محمد عمر محب د فکري روزنې اړوند بېلابېلو موضوعاتو تفصیلي بحث وکړ او ويې ویل: اوسني ځوانان بايد خپل ذهنونه، کلتور، ملي ارزښتونه، صورت او اخلاق د غربي فکري جګړې څخه خوندي وساتي، پر وړاندې يې په کلک هوډ سره ودریږي او مبارزه وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې مسلمانان باید د پردیو نظریاتو په وړاندې هوښیار واوسي او خپل ديني او کلتوري هویت وساتي، همدا راز يې له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، چې اوس نظامي جګړه پای ته رسېدلې، خو فکري جګړه روانه ده، نو پکار ده چې د دې جګړې لپاره هم پوره امادګي ولرو.
ورپسې د ځوانانو چارو امر د سمينار ګډونوالو ته د دیموکراسۍ موضوع تشريح کړه او ويې ویل: دیموکراسي د غربیانو له لوري جوړ شوي قوانین دي، چې هر اصل او قانون یې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی، د ځوانانو فکرونه باید د دیموکراسۍ ښکار نه شي، بلکې د اسلامي او افغاني کلتورونو مطابق خپلې مفکورې جوړې کړي.
د سمينار وروستیو کې ګډونوالو د یاد سمینار له جوړولو څخه خوښي وښوده او له مسؤلینو څخه یې په راتلونکي کې د داسې نورو روزنیزو سمینارونو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۶/۱۰/۲۳ ق