نورستان کې د سیلانیانو لپاره د جوړیدونکي هوټل له چارو څخه څارنه وشوه

tawana_admin
Sat, Apr 19 2025 9:21 AM
یبلا

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق ‌بیان په مرکز پارون کې د سیلانیانو لپاره د جوړیدونکي هوټل د رغنيزو چارو څارنه وکړه، نوموړي د یاد هوټل چارې وڅارلې او د ساختماني شرکت مسؤلینو ته یې د چارو د کیفیت، معیار او د پاتې کارونو د ژر بشپړېدو سپارښتنه وکړه.
ښاغلي حق بیان وويل: د دغه هوټل جوړېدل به نه یوازې د سیلانیانو لپاره  مناسب ځای برابر کړي، بلکې د سیمه‌ ییزو خلکو لپاره پکښې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د ساختماني شرکت مسؤلینو د معیاري کارونو ترسره کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه؛ چې د پلان سره سم یې چارې په ښه ډول روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې دا هوټل د اطلاعاتو او کلتور وزارت له داخلي بوديجې څخه جوړېږي او ټاکل شوې ده، چې په نژدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

۱۴۴۶/۱۰/۲۱ ق