د عامه کتابتونونو رياست له لوري يتيمو ماشومانو ته د کتاب لوستنې پروګرام جوړ شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت يو شمېر يتيمو ماشومانو ته د کتاب لوستنې پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې د عامه کتابتونونو رياست د مسلکي کارکوونکو له لوري یتیمو ماشومانو ته د پېغمبر (صلی الله علیه وسلم) له ژوند او سيرت څخه د صبر او زغم کيسې بيان شوې.
همدارنګه له قصص الانبياء څخه د حضرت ايوب (عليه السلام) د ژوند کيسه او له هغه وروسته د اصحابو د ژوند بېلګې له کتاب څخه د حضرت انس بن مالک (رضی الله عنه) د ژوند لنډ داستان ورته واورول شو.
په پای کې دغو یتیمو ماشومانو ته د عامه کتابتونونو رياست له لوري د کتابونو او قرطاسيې ډالۍ ورکړل شوې، تر څو د کتاب لوستلو ته نور هم وهڅول شي.
۱۴۴۶/۹/۲۴ ق
۱۴۰۴/۱/۴ ل