خوست ولسوالۍ کې د ځوانانو د فکري ودې او تاریخي آبداتو د ساتنې په اړه ناسته وشوه

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د خوست ولسوالۍ په سچي او خوشدرې سیمو کې د ځوانانو د فکري ودې او تاریخي آبداتو د ساتنې په اړه ناسته ترسره کړې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د فکري ودې او ذهنیت جوړولو هڅې په اساسي توګه ترسره کوي، نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې دغه ریاست سره دې همږغي پیاوړې کړي او له ترسره کېدونکو خدمتونو څخه دې ګټه پورته کړي.
ښاغلي هاشمي له عامو خلکو او ځایي مشرانو وغوښتل، چې د تاریخي آبداتو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې دې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
په پای کې د خوست ولسوالۍ اوسېدونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خدمتونو مننه وکړه او زیاته يې کړه چې هر ډول مرستې ته چمتو دي.
۱۴۴۶/۹/۱۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۸ ل