بادغیس کې د رسنیو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
Mon, Mar 17 2025 12:42 PM
یبلات

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رسنیزو همکاریو د پیاوړتیا او د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په مشرۍ له خبریالانو او د سیمه ‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس اخندزاده مطیع‌الله متقي د دقیقو اطلاعاتو په رسولو کې د خبریالانو له هڅو مننه وکړه او د واقعیتونو په انعکاس او د خلکو په پوهاوي کې یې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د خبرو پر مهال خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د رسنیزو فعالیتونو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د ستونزو د حل کولو او ملاتړ ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۹/۱۷ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۷ ل