د هلمند عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ورکړل شول

tawana_admin
Sun, Mar 16 2025 3:16 PM
hjkl

د اطلاعات او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند عامه کتابتون ته ۶۴۲ ټوکه بېلابېل کتابونه ورکړل شول.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: په يادو کتابونو کي اسلامي، ديني، ټولنیز، تاريخي او د يو شمېر نورو برخو ګټور کتابونه شامل دي، چې د هلمند ولایت ګڼ شمېر لوستي ځوانان به ورڅخه د مطالعې لپاره ګټه واخلي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو کتابونو په ځای پر ځای کېدو سره به عامه کتابتون د کتابونو له پلوه غني او لوستونکي به یې زيات شي.

۱۴۴۶/۹/۱۶ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۶ ل