هرات کې د پیام نور په نوم ځانګړی نندارتون جوړ شو

tawana_admin
Tue, Mar 11 2025 11:59 AM
ghj

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د صنایعو او کانونو خونې په همږغۍ د کابل فولاد شرکت په مالي ملاتړ د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د علامه صلاح‌الدین سلجوقي په تالار کې د پیام نور په نوم د هنري آثارو ځانګړی نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي وویل: هرات د افغانستان د اصیلو هنرونو زانګو ده، او د دې ولایت هنرمندان توانېدلي، چې د هېواد فرهنګي میراث ژوندی وساتي، هرات د هېواد د هنرمندانو کور دی، د افغانستان اصیل هنرونه په دې ولایت کې لا هم پیاوړي او غوړېدلي دي.
د ملي نگارستان مدیر وویل: په دې نندارتون کې ۷۵ هنري آثار د ۴۰ تکړه استادانو له لوري په بېلابېلو برخو کې لکه انځورګري، خطاطي، تذهیب (زرين او ګل کاري شوي هنري آثار) او مختلفو لیک ډولونو کې جوړ شوي او نندارې ته وړاندې شوي دي.
په ورته وخت کې د نندارتون ګډونوالو هنرمندانو د دې ډول نندارتونونو هرکلی وکړ او د ملي هنرونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه يې وکړه.
د دوی په وينا؛ د دا ډول نندارتونونو دوام کولای شي، د اصیلو هنرونو د لا ودې او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

۱۴۴۶/۹/۱۱ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۱ ل