د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د سېمه ییزو رسنیو د مسؤلینو سره ناسته ترسره وشوه

tawana_admin
Mon, Feb 10 2025 9:03 AM
dfgh

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د سېمه ییزو رسنیو د مسؤلینو سره د همغږۍ، رسنیزو ستونزو ته د رسیدنې او د دوه اړخیزه همکاریو په موخه ناسته وشوه.

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وویل: په دغه ولایت کې د رسنیو او حکومت ترمنځ ښه همغږي موجوده ده، اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو او لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د مخامخ ناستو ښه زمېنه برابره کړې ده او هڅې کوي چې په راتلونکې وخت کې د رسنیو او دولتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه کړي تر څو د رسنیو استازي خپلې ستونزې او غوښتنې مخامخ ورسره شریکې کړي.

اسلام یار غوښتنه وکړه چې د سېمه ییزو رسنیو خبریالان باید په ولایتي غونډو او کنفرانسونو کې فعاله ګډون وکړي، د ولایت په کچه د نظام لاسته راوړنو ته پراخ خبري پوښښ ورکړي، او هغه رسنۍ چې د جواز ستونزه لري ژر تر ژره دې د خپلو جوازونو قانوني مراحل ترسره کړي او په خپلو نشراتو کې دې تعادل رامنځته کړي.
هغه ډاډ ورکړ چې د رسنیو هرې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونو ته به رسېدنه کېږي، د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې تر لوړ پوړو مقاماتو پورې رسولي او کوشش کوي چې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمنارونه جوړ کړي.

په ناسته کې د پکتیا امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس شيخ سید جمال جمالي د رسنیو مسؤلینو ته په خطاب کې وویل: ستاسې سره د پوهاوي او ذهنیت جوړونې تر ټول مهم وسایل دي، هڅه وکړئ چې د خپلو رسنیو له طریقه ټولنې ته ښه ذهنیت ورکړئ، داسې نشرات وکړئ چې راتلونکې نسلونه درباندې ویاړ وکړي.
د سېمه ییزو رسنیو استازو او خبریالانو د یادې ناستې په جریان کې خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه له دولتي مسؤلینو سره شریک کړل، او د حل غوښتنه یې وکړه، دوی همداراز د خپلو نشراتي پروګرامونه په اړه معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې پکتیا کې اوس مهال یوه چاپي، ٩ غږیزې او یو تلویزیون فعالیت لري، چې له ډلې یې د تلویزیون په ګډون څلور امارتي او پاتې نورې خصوصي غږیزې رسنۍ دي.
۱۴۴۶/۰۸/۱۰ ھ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۱ ھ ش