د پروان موزيم کې ۲۰۰۰ کاله پخواني آثار موجود دي

wares_admin
Sun, May 19 2024 2:54 PM
....

یکشنبه( ۱۱ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) ګڼ شمېر ځوانانو، زده کړیالانو او زده کوونکو د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند موزیم څخه ليدنه وکړه.

د یاد ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر عتیق الله صافي د موزیم شته  آثار لیدونکو ته تشریح کړل او زیاته یې کړه؛ یاد آثار د پروان ولایت اړوند استوپې توپدرې، د بګرام ولسوالۍ کافر قلعه او نورو لرغونو سیمو څخه لاسته راغلي، چې لرغونتیا يې له ۱۰۰ کالو تر ۲۰۰۰ کالو پورې رسېږي.

 ښاغلي صافي وویل: چې یاد موزیم هره ورځ په رسمي وختونو کې د ليدونکو پرمخ خلاص وي او مينه وال کولای شي چې ترې لیدنه وکړي.

په ورته مهال کې یو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه مننه وکړه، چې ځوانانو ته یې د عامه کتابتون او موزيم څخه د لیدنې زمینه برابره کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د پروان ځایي موزیم په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، چې دا مهال پکښې نږدې ۱۵۰ قلمه بېلابېل لرغوني آثار شتون لري.

۱۴۰/۲/۳۰ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۱۹ ميلادي