د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

panah_admin
Sat, Jun 21 2025 2:40 PM
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له سياحتي او تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي حسان د نجراب ولسوالۍ له قومي مشرانو او متنفذینو سره په لیدنه کې د یادې سیمې د ستونزو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت به ډېر ژر د طبیعي ښکلاوو او تاریخي سیمو ته د غځېدلو لارو د رغولو او د چاپېریالي حالت د ښه والي په موخه عملي اقدام وکړي.
د نجراب ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو د دغې سیمې تاریخي او سياحتي سيمو ته د پاملرنې له امله د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مننه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې نجراب ولسوالۍ د کاپیسا ولایت یوه زرغونه او ښکلې ولسوالۍ ده، چې ګڼ شمېر تاریخي او طبیعي ښکلې سیمې لري، په ځانګړې توګه د دې ولسوالۍ د غوث درې آبشار د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ځانکړی پام جذب کړی دی.

۱۴۴۶/۱۲/۲۴ هـ ق