د ایران سفیر له ملي نگارستان څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
Tue, Apr 22 2025 3:48 PM
طزرلاتن

سه شنبه ( ۲۴ د شوال المکرم ۱۴۴۶)  په افغانستان کې د ایران سفیر علي ‌رضا بیکدلي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معینیت اړوند د هنرستان ریاست له رئيس مولوي محمد لعل منیب سره په ملي نگارستان کې وکتل.
د لیدنې په پیل کې مولوي منیب د ایران سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د هنرستان ریاست د فعالیتونو او لاسته ‌راوړنو په اړه یې ورسره معلومات شریک کړل.
 نوموړي وویل: افغانستان او ایران ګڼ فرهنګي او هنري مشترکات لري، دواړه هېوادونه باید د هنر د پراختیا په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي، ښاغلي منیب د افغانستان او ایران تر منځ د ګډو هنري نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.
ورپسې ښاغلي علي ‌رضا بیکدلي د هنر د ارزښت، اهمیت او لرغونتوب په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان او ایران د هنري آثارو ګډ نندارتونونه به جوړ شي.
د نوموړي په وینا؛ افغان هنرمندانو ته به د ایراني هنرمندانو له لوري د تدریس زمینه هم برابره کړي.
په پای کې د ایران سفیر د ملي نگارستان ټول هنري آثار وکتل، چې د ملي نگارستان د مسؤلينو له لوري يې په اړه معلومات ورکړل شول.