هرات کې د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

tawana_admin
Mon, Apr 21 2025 9:49 AM
بفغ

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د خطاطانو ټولنې په علامه سلجوقي تالار کې د هنري آثارو نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر وايي: نندارې ته د هنرمندانو د آثارو وړاندې کول د هغوی د هنري خلاقیت ښکارندويي کوي، د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي، چې هنرمندانو ته په بهرنیو نندارتونونو کې هم د ګډون زمینه برابره کړي.
د خطاطانو د ټولنې مسؤلين وايي: په دغه نندارتون کې ۶۵ هنري آثار چې د نستعلیق، شکسته نستعلیق، ثلث او کوفي لیک بڼو په ډول لیکل شوي نندارې ته ایښودل شوي دي.
د خطاطانو د ټولنې مشر عبدالجلیل توانا د نندارتون موخه د استاد حبیب‌الله انوري چې د خطاطۍ او نقاشۍ تکړه هنرمند دی د آثارو ستاینه او نندارې ته وړاندې کول وبلل.
همدا راز د خطاطۍ یو شمېر استادان د دې ډول نندارتونونو جوړېدل د هنرمندانو د ودې او هڅونې لپاره اغېزناک ګام بولي.

۱۴۴۶/۱۰/۲۳ ق