جوزجان کې د اړينو طبي مهارتونو د زده کړې مرکز جوړ شو

tawana_admin
Thu, Mar 13 2025 11:38 AM
A

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: دا مرکز د ځوانانو چارو آمریت له لوري د طبی ابتدايي مهارتونو د زده کړې لپاره جوړ شوی، په ځانګړې توګه د هغو ځوانانو لپاره چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي.

د دې مرکز د پرانستې په مراسمو کې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس، مولوي سیف‌الدین معتصم وویل: ځوانانو ته د طبي زده کړو برابرول کولای شي، د روغتیایي خدماتو د ښه والي لپاره مهم رول ولوبوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې صحي مراکزو ته لاسرسی محدود دی، نوموړي دغه پروګرام د ځوان نسل د پياوړتیا لپاره ارزښتناک ګام وباله.

د دې مرکز ښوونکي ډاکتر جواد رسولي د زده کړو د محتوا په اړه وویل: ګډونوال به د حیاتي نښو پیژندنه، د ستنې لګولو اصول، پانسمان او بنداژ، لومړنۍ طبي مرستې او طبی مهم مفاهیم په نظري او عملي ډول زده کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې دوره کې ۸۰ ځوانان د یوې میاشتې لپاره زده کړې ترلاسه کوي او له هغې وروسته به په دوامداره توګه نوي زده کوونکي جذبېږي.

 

۱۴۴۶/۹/۱۳ ق

۱۴۰۳/۱۲/۲۳ ل