مجاهد ملي موزیم ته ۴ قلمه لرغوني کلتوري آثار وسپارل شول 

tawana_admin
Wed, Mar 12 2025 1:50 PM
هخح

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند مجاهد ملي موزیم ته د دې ریاست د رئیس مولوي حبیب الله مجاهد له لوري څلور قلمه لرغوني کلتوري آثار وسپارل شول. 
مولوي حبیب الله مجاهد د آثارو د سپارلو پر مهال وویل: په دغو لرغونو آثارو کې یوه مجمه چې د نون سورت یو آیت پرې میناتوري شوی، یو دانه قنداني چې له میسي موادو جوړه ده، یو عدد پیش قبضه، او یو ميل انګریزی ټوپک شامل دي، چې لرغونتوب یې سلګونو کلونو ته رسېږي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه؛ هڅه کوي چې د تاریخي او کلتوري آثارو د راټولولو، خوندي ساتلو او مستند کولو بهیر لا پیاوړی کړي، تر څو راتلونکو نسلونو ته د هېواد غني کلتوري او تاریخي ارزښتونه په سالمه بڼه انتقال او وساتل شي. 
د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمر وايې: دا مهال په مجاهد ملي موزیم کې ۳۱۹ قلمه آثار ساتل کېږي، چې په دغو آثارو کې لرغوني او کلتوري توکي، غنیمت شوې وسلې، نظامي توکي او د شهیدانو یادګاري آثار شامل دي.

۱۴۴۶/۹/۱۲ ق 
 ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ ل