د اطلاعاتو او کلتور رئيس له عامه کتابتون او باچا خان کمپلېکس څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح اللّه نوراني د يوه پلاوي په ملتیا د ننګرهار له عامه کتابتون او باچا خان کمپلېکس څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي نوراني د عامه کتابتون له مسؤل سره په ناسته کې د هغه کړنې وستایلې او د کتابتون لا غني کېدا لپاره یې ورته اړينې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې کتابتون د ځوانانو د فکري روزنې، فرهنګي پياوړتيا او ټولنیز پوهاوي برخه کې مهم رول لري، بايد ډېره پاملرنه ورته وشي.
همدا راز يې د اطلاعاتو او کلتور یاست اړوند باچا خان کمپلېکس څخه هم ليدنه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به په ياد کمپلېکس کې د ځوانانو فکري روزنې له پاره يو لوی تعليمي مرکز جوړ شي.
۱۴۴۶/۱۰/۲۹ ق