پکتیا کې د قران عظیم الشان نندارتون جوړ شو

tawana_admin
Thu, Mar 27 2025 1:23 PM
qwertrew

د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او فرهنګ آمريت له لوري ولايت مقام سره په همږغۍ د روژې مبارکې مياشت په مناسبت د قران عظیم الشان يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پکتیا د علماوو شورا رئیس شیخ صالح محمد فقیر د یاد نندارتون پرمهال د قرآن کریم په نزول، عظمت او فضیلت خبرې وکړې او ویې ویل: قرآن کریم د الله تعالی هغه کلام دی، چې د بشریت د لارښوونې او هدایت لپاره رالیږل شوی.
نوموړي د نندارتون له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د قرآن کريم د تلاوت تر څنګ د دغه الهي کتاب په لارښوونه عمل وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وویل: له دې نندارتون څخه موخه د قرآن کریم د نزول، فضیلت او احکامو په اړه عامه پوهاوی دی، تر څو خلک د قرآن کریم تلاوت ته وهڅول شي او د قرانکریم  له لارښوونو سره سم عمل وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه نندارتون پرمهال د پکتیا ولایت والي ملا مهرالله حماد لخوا د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، رئیسانو او ګډونوالو ته د قران عظيم الشان تفسيرونه هم د ډالۍ په ډول وويشل شول.

۱۴۴۶/۹/۲۷ ق
۱۴۰۴/۱/۷ ل

تازه ترین اخبار

Mon, Jun 02 2025 9:39 AM
Background image

Significant Archaeological Site Discovered in Omari Camp Near Torkham

A remarkable archaeological site has been uncovered within the Omari Camp, located near the Torkham border crossing in Nangarhar province. The discovery was confirmed by the Cultural. . .

Sat, May 31 2025 10:44 AM
Background image

Kandahar Hosts the Annual Traditional Anar Gul "(Pomegranate Blossom)" Poetry Festival

The Kandahar Department of Information and Culture successfully organized the Annual Traditional Anar Gul (Pomegranate Blossom) Poetry Festival, honoring Afghanistan's rich literary. . .

Mon, May 26 2025 3:17 PM
Background image

Islamic Emirate’s Cultural Attaché Meets with Ahl al-Bayt University Officials in Tehran

In Tehran, the capital of Iran, the Cultural Attaché of the Islamic Emirate’s Embassy, Mr. Izzatullah Asif, met with officials from. The International Affairs Department of Ahl al-Bayt. . .

BACK TO NEWS