نیمروز کې له خصوصي رسنیو څخه څارنه وشوه

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبيب الله الهام او د اطلاعاتو آمر د خصوصي رسنیو له نشراتي بهیر څخه څارنه وکړه.
د څارنې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د خصوصي رسنیو د خپرونو له مسؤلینو سره وکتل او د خپرونو د کیفیت د ښه والي، د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ سره د سمو خپرونو او له رسنیو سره د دې ادارې د همکارۍ په اړه يې هر اړخیزې خبرې وکړې.
همدا راز د خصوصي رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه له رسنیو سره د همکارۍ او څارنې له امله مننه وکړه، خپلې ستونزې یې بیان او له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د پالیسۍ مطابق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
۱۴۴۶/۹/۲۷ ق
۱۴۰۴/۱/۷ ل