لغمان کې د محلي راډيوګانو د فعاليت ارزونه وشوه

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د ياد ولايت د محلي راډيوګانو ارزونه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالنور رسولي د اطلاعاتو د آمر فضل الرحيم پيام په ملګرتيا د زيار، حسین، رغون او سوله ارمان راډيوګانو څخه د ليدنې په ترڅ کې د دوی د فعاليتونو ارزونه وکړه.
نوموړي په دغه لیدنه کې د راډیو ګانو د مسؤلینو ستونزې له نږدې واورېدې، د خپرونو د ښه تولید او ترسره کولو په موخه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې، همداراز یې له هغوی وغوښتل، چې د شریعت مطابق د اسلامي امارت له اصولو سره سم خپل فعالیتونه ترسره کړي.
د راډیو ګانو مسؤلینو له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه، چې له نږدې یې د دوی ستونزې واورېدې او د خپرونو د لا ښه نشر په موخه یې لازمې مشورې ورسره شریکې کړې، هغوی وویل: چې د اسلامي امارت د اصولو او کړنلارو مطابق به خپلې چارې پرمخ وړي.
۱۴۴۶/۶/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۱ هـ ل