د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئيس د زندانونو چارو د سمون ادارې له مرستيال سره وکتل

د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د زندانونو چارو د سمون ادارې له مرستیال حاجي محمد کاظم طارق سره ناسته وکړه، چې پکښې د جهادي ارزښتونو د خوندي کولو، مستندولو، او د زندانیانو د آثارو د راټولولو پر موضوعاتو بحث وشو.
د ناستې په ترڅ کې ښاغلي نوراني د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست د فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او زیاته یې کړه؛ د یاد ریاست له لوري د جهادي آثارو د راټولولو، مستندولو او په ولایتونو او ولسوالیو کې د جهادي کارنامو ثبتولو ته جدي پاملرنه شوې ده.
د ښاغلي نورانې په وينا؛ د جهادي آثارو د خوندي کولو لپاره ځانګړی موزیم جوړ شوی، چې هلته ارزښتناک آثار انتقالېږي، که اسناد وي، په رسمي آرشیف کې خوندي کېږي او که داسې آثار وي، چې د کتابتون برخه جوړولای شي، نو په ځانګړي کتابتون کې ځای پر ځای کېږي، د شهیدانو د سوانحو د راټولولو چارې هم په مرکز او ولایتونو کې په منظمه توګه روانې دي، تر څو د دوی تاریخ، قربانۍ او مبارزې مستندې او راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مرستیال حاجي محمد کاظم طارق د یادو هڅو ستاینه وکړه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
نوموړي وویل: په زندانونو کې د بندیانو فکري، تاریخي او علمي آثارو ته پاملرنه کوي او چمتو دي، چې دا ډول مواد راټول او مستند کړي او د جهادي ارزښتونو لوی ریاست سره په یاده برخه کې همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لوریو د لا ډېرو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ، تر څو د جهادي تاریخ او ارزښتونو د ساتنې لړۍ لا پیاوړې شي.
۱۴۴۶/۹/۱۱ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۱ ل