په هرات کې د ( ژوند مهارتونه) تر عنوان لاندې اونیز سمینار ترسره شو

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د فروغ علمي او کلتوري مرکز په همږغۍ د ( ژوند مهارتونه) تر عنوان لاندې اونیز سمینار د یاد ریاست په انګړ کې ترسره کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر مولوي حمیدالله غیاثي د دې سمینار له تنظیموونکو مننه وکړه او ويې ویل: دا ډول ښوونيز سمینارونه د ځوانانو لپاره حیاتي ارزښت لري.
نوموړي د سمينار له ګډونوالو وغوښتل، چې دلته زده کړي مواد له نورو سره شریک کړي او د کلتور د ودې لپاره هڅې وکړي.
د فروغ مرکز مسوولین وايي: د دې سمینار موخه د سالم ژوند ترویج او د ښاري کلتور د اصولو زده کړه وه، چې پکښې له ۱۰۰ ډېرو کسانو ګډون کړی وو.
په همدې حال کې ګډونوالو وویل: په دې سیمینار کې یې مهمې او ګټورې لارښوونې ترلاسه کړې دي او هیله یې وښوده، چې کلتوري او تعلیمي بنسټونه ورته نورې ښوونيز سمينارونه هم تنظیم کړي.
۱۴۴۶/۸/۱۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۳۰ ل