پکتیا کې (د واخان په ویاړ) نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۵
..

پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د نښتر ادبي بهیر په ګډې همکارۍ (د واخان په ویاړ) نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره د ولایت مقام په میلمستون کې ترسره شوه.
مشاعره کې د پکتیا والي مولوي عبدالخالق عابد او د ولایتي ادارو د نورو مسؤلینو ترڅنګ د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، شاعر او لیکوال حافظ انس حقاني، له بېلابېلو ولایتونو څخه شاعرانو، لیکوالانو، نعت ویونکو، د اسلامي امارت مسؤلینو، د شعر او ادب مینوالو او فرهنګي شخصیتونو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت ویاند د فرهنګ او شاعرۍ پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: په هېواد کې فرهنګ او شعر له یو بل سره ګډ مزل کړی او د ادبي او فرهنګي ودې لپاره لا هم هڅو ته اړتیا ده. ښاغلي مجاهد د شل کلنې جهادي دورې پر مهال د شعر او شاعرۍ رول ته په اشارې یې زیاته کړه، چې په دغه دوره کې شعر او شاعرۍ د مبارزې په ډګر کې مهم رول درلوده.
دغه راز د پکتیا والي مولوي عبدالخالق عابد هم د شعر، ادب او فرهنګ پر ارزښت ټینګار وکړ او د ادبي غونډو جوړول یې د فرهنګي میراث د پالنې، د شاعرانو د هڅونې او د ټولنې د ادبي ذوق د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.
ورته مهال شاعر او لیکوال حافظ انس حقاني د شعر او شاعرۍ پر فن، اهمیت او اوسني وضعیت خبرې وکړې او له شاعرانو یې وغوښتل، چې په خپلو شعرونو کې د ټولنې ارزښتونو او فرهنګي اصولو ته پام وکړي، ځکه شعر یوازې د خلکو د ذوق خړوبولو وسیله نه ده، بلکې د ټولنې د فرهنګ، ارزښتونو او عاطفې د بیان مهمه وسیله هم ده.
د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري د مشاعرې جوړېدل د ادبي او فرهنګي فعالیتونو د پیاوړتیا، د شاعرانو د هڅونې او د هېواد د ادبي میراث د پالنې په برخه کې مهم وبلل او ویې وویل: د دا ډول مشاعرو جوړول د شاعرانو او ادب‌پالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ د پیاوړتیا ترڅنګ، د شعر او ادب د ودې، د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې او د ځوان نسل د ادبي استعدادونو د غوړېدو لپاره زمینه برابروي.
د یادونې وړ ده، چې د نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره د پکتیا له مهمو ادبي او فرهنګي مشاعرو څخه شمېرل کیږي، چې هر کال د شاعرانو، ادیبانو او د شعر مینه‌ والو د راټولېدو، د شعرونو د وړاندې کولو او د ادبي دود د پاللو په موخه ترسره کېږي، چې سږ کال دا دودیزه کلنۍمشاعره، د هېواد په اقتصادي ډګر کې د ا.ا.ا د لویو لاسته رواوړنو له ډلې، د واخان مواصلاتي پروژې د پرانیستې په ویاړ، ترسره شوه.

۱۴۴۸/۰۶/۱۳ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۸:۴۸
Background image

د رسنیو د فزیکي اسنادو ډیجیټلي کولو بهیر پرانیستل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د ټولیزو رسنیو د څار ریاست  د رسنیو د اسنادو د ساتنې او خوندي کولو او دغو سرچینو ته د اسانه لاسرسي په موخه، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۲۴
Background image

هرات کې د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره ترسره شوه

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره دغه ریاست د رئیس مولوي عتیق الله عزیزي، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي د ښه والي او لا ښې همغږۍ په موخه د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره غونډه. . .

BACK TO NEWS