د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند نوي رییسان معرفي شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۵۹
..

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء مقام د حکم پر بنسټ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآنکریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست پخوانی رییس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي‌زاده د ورځپاڼو ریاست رییس په توګه، د ورځپاڼو ریاست پخوانی رییس انجینر عزیر بریالی د پلان او پالیسۍ ریاست د رییس په توګه او د امارتي شرکتونو د ساتنې او مراقبت ریاست پخوانی آمر نعمت‌الله سعیدي د قرآن‌کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست د رییس په توګه معرفي او خپلې دندې یې پیل کړې.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د دغه وزارت یو شمېر مرکزي ریاستونو رئیسانو او د یادو ریاستونو کارکوونکو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلینو په دې غونډه کې د دندو د ترسره کولو پر مهال پر اخلاص، ژمنتیا او د مسوولیت په درک کولو ټینګار وکړ او له نویو رییسانو څخه یې وغوښتل؛ چې د چارو د ښه والي، غوره خدمتونو وړاندې کولو او د وزارت د موخو ترلاسه کولو په برخه کې په جدي توګه هڅې وکړي. همداراز، د وزارت د بېلابېلو برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او د مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو په اړه لازمې سپارښتنې هم وشوې.
ورته مهال نویو رییسانو د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې به له خپلو ټولو شته وړتیاوو او ظرفیتونو څخه استفاده وکړي او د خپلو اړوندو برخو د چارو د لا ښه پرمخ وړلو لپاره به پوره هڅې وکړي.

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

د خپرونو چارو معینیت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۷
Background image

د خپرونو چارو معین بلخ کې د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد، د وزارت حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړیوال او د بلخ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۵:۴
Background image

د چهلستون تاریخي منار د وضعیت ارزونه وشوه

د کابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند پلاوي د چهلستون تاریخي منار څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د یاد تاریخي منار د اوسني وضعیت ارزونه او د دغه منار د ساتنې او خوندیتوب په اړه د موجودو. . .

BACK TO NEWS