د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل سره ولیدل 

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۴۴
ووو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل ښاغلی محمد صابر لطیفي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، ښاغلي لطیفي ته ښه راغلاست ووایه او په امام ابو حنیفه نړیوال نندارتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اړوندو برخو او آثارو لپاره د یو هر اړخیز ننداتون د جوړیدو په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي جمال ټینګار وکړ، چې دغه نندارتون جوړول کولای شي، د هېواد تاریخي، فرهنګي، هنري او سیاحتي ظرفیتونه خلکو ته په ښه توګه ور وپېژني. د ښاغلي جمال په وینا؛ په یاد نندارتون کې به په هېواد کې د شته رسنیو سربېره د سیاحتي شرکتونو، لاسي صنایعې، هنري، تاریخي او جهادي آثار او په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړوند یو شمېر نور آثار نندارې ته وړاندې شي.
په پای کې، د امام ابو حنیفه (رح) نړیوال نندارتون مسؤل ښاغلی محمد صابر لطیفي د یاد نندارتون د جوړولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د یاد نندارتون جوړولو په موخه به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د باختر آژانس رئیس زابل ته رسمي سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان‌الله حسان زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د فرهنګ او هنر معین بامیان کې د شش پل لرغونې کاروان سرای څخه لیدنه وکړه 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د یو پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د شش پل لرغونې کاروان سرای څخه لیدنه وکړه.  
د فرهنګ او هنر معین د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۴۳
Background image

د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره ولیدل

د خوست ولایت د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي محمد صابر صابري سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ځوانانو ته د ښه راغلاست ویلو. . .

BACK TO NEWS