د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د کوهستان حصه اول ولسوالۍ له رضاکارو ځوانانو سره وکتل
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریمالله وثیق په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمېټې له رییس او غړو سره وکتل او له هغوی سره یې د ځوانانو د فکري او عقیدوي ودې په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي وثیق ځوانان د ملتونو مهمه او برخلیک ټاکونکې پانګه وبلل او ویې ویل: د ځوانانو چارو ته پاملرنه او هغوی ته د وړیا زدهکړو د زمینې برابرول یې له کاري لومړیتوبونو څخه دي.
د کوهستان حصه اول ولسوالۍ رضاکارو ځوانانو هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه او د زدهکړو په برخه کې یې د اسانتیا برابرولو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له لوري د پوره همکاریو ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق
