زابل کې ادبي مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۱
..

زابل کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د (خپلواکۍ) ورځو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي؛ چې یاده مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د «البدر ادبي بهیر» له لوري د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د تاریخي ورځو په مناسبت جوړه شوې وه.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې ادبي ناسته کې لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینه‌والو ګډون کړی و او موخه یې د هېواد د خپلواکۍ د ارزښتونو یادونه، د ادب او فرهنګ پیاوړتیا او د ځوان نسل ترمنځ د ملي احساساتو لا پیاوړي کول وو.
ورته مهال یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو د ورته ادبي ناستو جوړول د ملي یووالي، فرهنګي همغږۍ او راتلونکو نسلونو ته د هېواد د تاریخي ارزښتونو د لېږد لپاره مهم وبلل.
په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو او ترانه‌ویونکو د هېواد د خپلواکۍ، ملي یووالي او وطن‌پالنې په اړه خپل ترتیب کړي شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري یې تود هرکلی وشو.

۱۴۴۸/۳/۸ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د فرهنګ او هنر معين د یوه پلاوي په مشرۍ بامیانو ته په سفر ولاړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د یوه پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۱۱
Background image

ګرشک کې د فکري روزنې سیالۍ ۱۰ تنه مخکښ ګډونوال وستایل شول

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې او پوهنې ریاست په ګډې همکارۍ (د ځوانانو د فکري انحراف مخنیوی) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

پکتیا کې (د واخان په ویاړ) نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د نښتر ادبي بهیر په ګډې همکارۍ (د واخان په ویاړ) نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره د ولایت مقام په میلمستون. . .

BACK TO NEWS