د سیاحتي شرکتونو د ستونزو د ارزونې او خدمتونو د ښه والي په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۴۹
..

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د دغو شرکتونو د ستونزو د ارزونې او د خدمتونو د ښه والي په موخه د همغږۍ غونډه وکړه.

د فرهنګ او ګرځندوی آمر د دغې غونډې موخه د سیاحتي شرکتونو د ستونزو او وړاندیزونو ارزونه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او سیاحتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او خلکو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مناسبې زمینې برابرول وبلل.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حق‌نما خلکو ته صادقانه خدمت کول د مهمو مسؤلیتونو له ډلې وباله او د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې خپلې چارې د ا.ا.ا د پالیسۍ او طرزالعملونو سره سم تنظیم کړي او د هر ډول ناقانونه فعالیتونو مخه ونیسي.
د سرپل ولایت مقام اړوند فرهنګي کارپوه کفایت‌الله محمدي وویل: د سیاحتي شرکتونو د قانوني فعالیتونو پراختیا کولای شي د سیلانیانو په راجلبولو او د سیمه‌ییز اقتصاد په غوړېدو کې اغیزمن رول ولوبوي. نوموړي همدارنګه د امارتي ادارو او سیاحتي شرکتونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ، د مسلکي اصولو پر رعایت او خلکو ته د باکیفیته خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې خپلې چارې به په رښتینولۍ، مسؤلیت‌پالنې او د ا.ا.ا د پالیسۍ او قوانینو په چوکاټ کې ترسره کوي او د خدمتونو د کیفیت د ښه والي او په سرپل ولایت کې د ګرځندوی صنعت د پراختیا لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي.

۱۴۴۸/۲/۶ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۴۳
Background image

د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره ولیدل

د خوست ولایت د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي محمد صابر صابري سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ځوانانو ته د ښه راغلاست ویلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او د روسیې دولتي کتابتون مسؤلینو ترمنځ لومړنۍ ٍانلاین غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د روسیې دولتي کتابتون د ډیجیټل مسؤل ښاغلي دینیس ارېنداروک او د یاد کتابتون د بهرنیو چارو مسؤلې آغلې ایرینا کایشون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د ساحوي فعالیتونو. . .

BACK TO NEWS