پروان ولایت کې سل تنه ځوانانو ته پنځلس ورځنی ورکشاپ پیل شو

rahim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۴۰
Parwan province

دو شنبه (۲۷ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پروان ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري نزدې سل تنه ځوانانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو ۱۵ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

 اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر حمدالله دانش د یاد ورکشاپ موخه په روغتیایي برخو کې د ځوانانو ظرفیت لوړونه یاده کړه او ویې ویل: یاد روزنیز ورکشاپ به پنځلس ورځې دوام وکړی،چې په ترڅ کې به یې ګډونوال د لومړنیو روغتیایي مرستو په ارزښت پوه او په علمي چارو کې په پلي کولو برلاسي شي.

نوموړي زیاته کړه؛ چې هڅه کوي ترڅو د  ځوانانو او زده کوونکو لپاره لا ډېرې ښوونيزې برنامې جوړي کړي.

 د یاد ورکشاپ مخته وړونکي ډاکټر محمد شعیب امین زاده د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه مننه وکړه،چې د داسې مثبتو او ارزښت لرونکو برنامو د پلي کېدو لپاره زمینه برابروي او ډاډ یې ورکړ،چې پوره هڅه کوي ترڅو پنځلسو ورځو کې د موضوع اړوند ټولې برخې تدریس کړي.

 د ورکشاپ یو شمېر ګډون وال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یاد نوښت ستایي او د داسې برنامو جوړول د ځوانانو ظرفیت او پوهاوي لوړولو کې خورا اړین بولي.

۲۰۲۴/۵/۶/ ميلادي 
۱۴۰۳/۲/۱۷ ھ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۵
Background image

لوګر کې د سیرت النبي (ص) د سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

شنبه ( ۹ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خوښۍ ولسوالۍ کې د سیرت النبي(ص) د سیالۍ ۱۵ تنه مخکښ ګډونوال د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

د خوښۍ ولسوالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتیا کې د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه واخيستل شوه

شنبه (۹ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې او پکتیا پوهنتون ریاستونو په ګډې همغږۍ د ولایت په کچه د ۳۰۰۰ کسانو څخه د "امارت پېژندنې" سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

ھلمند کې د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلین او خبریالان وستایل شول 

پنجشنبه ( ۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) هلمند ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلین او خبریالان د يوی غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ. . .

BACK TO NEWS