لوګر کې له قلموالو مبارزینو، لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۳۵
...

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري له قلموالو مبارزینو، لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم او د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د غونډې موخه د زمري ۲۴مې د نمانځنې په اړه له قلموالو مبارزینو، لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ پیاوړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده. نوموړي وویل: د هېواد درې واړه خپلواکۍ د افغانانو د میلیونونو قربانیو پایله ده، چې د ولس په سرښندنو ترلاسه شوې او ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
دغه راز د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته په خطاب کې وویل: تاسو باید لومړیتوبونه وپېژنئ، خپلې چارې د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو سره سم برابرې کړئ او خپل ارزښتمند وخت په بې‌ګټې او سطحي موضوعاتو کې ضایع نه کړئ.
د غونډې په لړ کې نورو ویناوالو هم قلموال مبارزین د اسلامي نظام استازي وبلل او ویې ویل: ټول مسؤلیت لرو، چې د اسلامي نظام د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنې نړیوالو ته ورسوو، د هېواد تاریخي ارزښتونه ژوندي وساتو، د تېر شل کلن اتلان نوي نسل ته وروپېژنو او د اشغالګرو ظلمونه او وحشتونه تر نړیوالو ورسوو، ترڅو ځوان نسل خپل ویاړلی تاریخ او اتلان هېر نه کړي.
د غونډې په پای کې د زمري ۲۴مې د ښه او منظم نمانځلو په اړه هم یو شمېر اړینې پرېکړې وشوې.

۱۴۴۸/۲/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۵۷
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ښوونیز مرکز کې ځوانانو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې لسګونو تنو ځوانانو او زده‌کوونکو ته د فکري روزنې په نوم یو ورځنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۹
Background image

محمدآغې ولسوالۍ کې د عینک خصوصي راډیو دویمه څانګه پرانیستل شوه

عینک خصوصي راډیو، چې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې فعالیت لري، خپله دویمه څانګه یې په محمدآغې ولسوالۍ کې هم پرانېسته، چې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د شپږمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د شپږمې ناحیې (چهاردهی بازار سرک) سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS