د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست غصب شوې ځمکې بېرته راګرځول کيږي
جمعه (۲۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين او د هرات مرستيال والي مهاجر فراهي د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقي په ملتيا د وزير يارمحمد خان الکوزي له مقبرې څخه د ليدنې پرمهال وويل: د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست غصب شوې ځمکې بېرته راګرځول کيږي
ښاغلي فراهي وويل: هغه شمېر تاريخي ابدې چې غصب شوي دي، د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کميسيون له لوري به بېرته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شي، هرات ولايت د ۷۰۰ تاريخي آبدو په درلودو سره په نورو ولايتونو د لرغونتوب ځانګړی اهميت لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقي وويل: د تيرو حکومتونو په دوران کې د هرات ولايت ډير شمېر تاريخي آبدې غصب شوي، چې يوه يې هم د وزير یارمحمد خان الکوزي مقبره ده، چې د هرات د موجوده فرهنګيانو لپاره يوه عمده ستونزه ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست به يې په قانوني لارو د يو باصلاحیته کميسيون په واسطه بېرته راګرځوي.
۲۰۲۴/۵/۳ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۴ هـ ل