د فرهنګ او هنر معین د افغانستان د علومو اکاډمۍ له عمومي رئیس سره وکتل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان د علومو اکاډمۍ له عمومي رئیس شیخ الحديث مولوي فریدالدین محمود سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د علمي او فرهنګي همکاریو د همغږۍ او پراختیا، د علمي ليدلوريو او تجربو شريکولو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د افغانستان د علومو اکاډمۍ ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د دوام په اړه خبرې وکړې.
د کتنې په پای کې، د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو پر دوام، د اړیکو پر پراختیا او د همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وشو.
۱۴۴۸/۴/۸ ھ ق
