د فرهنګ او هنر معینیت له لوري د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي یو شمېر زده کړیالان وستایل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي نن د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي یو شمېر نوښتګر زده کړیالانو وستایل.
د فرهنګ او هنر معین وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر په برخه کې د زده کړیالانو بشپړ ملاتړ کوي او د دوی لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي.
ښاغلي طیبي له یادو زده کړیالانو څخه وغوښتل؛ چې د خپلو هنرونو له لارې د ټولنې د اصلاح، د یووالي د ټینګښت او د اسلامي نظام د ساتنې لپاره هڅې وکړي او د عصري علومو ترڅنګ د دیني علومو زدهکړې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
ورته مهال د ښکلو هنرونو پوهنځي زده کړیالانو هم د هنرمندانو د هڅونې او ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، له پاملرنې او ملاتړ څخه قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې له خپلو هنري وړتیاوو څخه په استفادې به د اسلامي نظام د ساتنې او ټینګښت، د ټولنې د اصلاح، د افغانانو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا او د اسلامي فرهنګ د پېژندنې او د عامولو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.
په پای کې، د فرهنګ او هنر معین له لوري زده کړیالانو ته بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې.
۱۴۴۸/۳/۱۱ هـ ق
