د فتحې ورځې د نمانځنې په موخه د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیایي شرکتونو د اتحادیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۲:۵۷
..

سه‌شنبه (د ۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۲۰مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د یادو شرکتونو د اتحادیې رییس احمدسیر رحیمي په شتون کې د فتحې ورځې د نمانځنې په موخه د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیایي شرکتونو د اتحادیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
دغه غونډه د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیايي شرکتونو د اتحادیو د مسوولینو د همغږۍ او همکارۍ د جلبولو په موخه جوړه شوې وه، ترڅو د زمري ۲۴مې (د فتحې ورځې) مراسم په شانداره توګه ترسره شي.
د غونډې په پیل کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د زمري ۲۴مې د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دا ورځ د افغانستان د خلکو د هغو قربانیو او سرښندنو پایله ده، چې د هېواد د شل کلن اشغال پر مهال یې د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې ترسره کړې دي. ښاغلي مهاجر زیاته کړه، چې د زمري ۲۴مه یوازې د حکومت د ویاړ ورځ نه، بلکې د ټولو افغانانو د ویاړ ورځ ده او له دې ورځې څخه په ښه توګه نمانځنه د ټولو هېوادوالو ملي او اسلامي مسوولیت دی.
دغه راز د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې رییس احمدسیر رحیمي او د یو شمېر شرکتونو مسوولینو هم خبرې وکړې او ویې ویل: د دې ورځې په برکت په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی. دوی د زمري ۲۴مه د افغانستان د خلکو د یووالي او پیوستون نښه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ باید بهرنیو سیلانیانو ته هم د دې تاریخي ورځې د اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیزه پوهاوی ورکړل شي.
د غونډې په پای کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال آزادي ستر نعمت وبلله او ویې ویل: د زمري ۲۴مه (د اشغال څخه د افغانستان د خلاصون ورځ) د هېواد له مهمو تاریخي ورځو څخه ده. نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې د افغانستان ټولو خلکو ونډه لرله او اوس هم د ټولو هېوادوالو مسؤلیت دی، چې د شاندارو مراسمو په جوړولو سره له دې تاریخي ورځې څخه په ښه توګه نمانځنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغان ټور دولتي شرکت کارکوونکو ته د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا شپږ ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

سه‌شنبه نېټه (۱۴۴۸ د ربیع‌الاول ۱۱مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ له لوري،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۵:۴۲
Background image

۱۲۵ تنه زده کوونکي فارغ شول

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند له فکري او ښوونیز مرکز څخه د کمپیوټر بېلابېل پروګرامونو له ټولګيو څخه ۱۲۵ تنه زده کوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
 د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

 د ننګرهار او زابل ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو او استازو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
په ناستو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د ناستو. . .

BACK TO NEWS